«افغانۍ» ولې د «ډالر» په مقابل کې خپل ارزښت لهلاسه ورکوي؟ ستونزې او حللارې:
که له افغانستانه بېرون د ډالرو د ارزښت لوړېدو له بحث تېر شو او پهلنډ ډول خپل هېواد ته راشو، چې ولې پهدې ورځو کې د ډالرو پهمقابل کې افغانۍ درگرده خپل ارزښت له لاسه ورکوي؟ نو لاندې دوه دلایل یې د غور وړ دي:
۱. د افغانیو لهپاره د تقاضا کموالی:
عموماً، د یو هېواد د کرنسۍ د ارزښت بحث چې راځي، نو د هغه هېواد اقتصادي فعالیتونه (صادرات، واردات) ورسره هم تر څېړنې لاندې نېول کېږي، چې د یو هېواد اقتصادي فعالیتونه بیا د هغه هېواد له کورني وضعیت (سیاسي او اقتصادي حالتونو) پوري تړلي دي. اوس که پهدا تېرو درېو میاشتو کې د افغانستان کړکېچن سیاسي حالات (جگړه، د سولې بحث، د رهبرۍ تر منځ اختلافات...) تر مطالعې لاندې ونیسو نو ډېر پهاسانه پوهېدلای شو، چې دې کړکېچن حالات د وگړیو پهاقتصادي حالت اغېز کړیدی، اقتصادي فعالیتونه یې ټکني کړي یا یې حتا په ټپه درولي دي، چې په پایله کې یې د افغانۍ لهپاره تقاضا کمه شوېده، او دا نو بیا د لمر پهڅېر روښانه ده، کله چې د یو څیز لهپاره تقاضا کمېږي، ارزښت یې مخ پهښکته ځي.
۲. د افغانۍ د ارزښ ساتلو لهپاره ډالر لېلامول یوازینۍ حللار نهده:
د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان بانک هره اوونۍ کابو ۸۰مېلیونه ډالر بازار ته عرضه کوي، تر څو افعانۍ راټوله کړي، او پهدې طریقه سره وکولای شي، چې د افغانۍ ارزښت وساتي، بېشکه افغانستان غوندې هېواد کې دا یو بېړنۍ او موثره حللار ده، خو دلته بیا ستونزه دا ده، چې ډېری وخت دغه لیلامشوي یا تزریقشوي ډالر د هېواد په بازارونو کې نهپاتې کېږي، او په ډېرو نامشروع لارو له هېواده بېرون قاچاق کېږي. دلته بیا د افغانستان بانک دوه زیانه کوي، یو خو یې د ډالرو پهدې لیلام سره پهموثر ډول ونهشو کولای، چې ارزښت یې کنټرول کړي او بل په لویه کچه ډالر یا سرمایه د هېواد له اقتصادي څرخه ووته.
څه کول پهکار دي؟
اول، ډېری وخت په Developing Countries یا داسې هېوادونه چې مخ پر ودې وي، یانې په بیرونیو مرستو متکي وي او په عین حال کې د جگړې سره هم لاس و گرېوان وي، نو اقتصادي وړاندوینې پهکې سختې وي، اوسمهال ښایي سوداگرۍ دومره صدمه نهوي لیدلي، خو د دښمن تبلیغاتو یوه عمومي ترهه خپره کړيوي، سوداگرو هم د موقت وخت لهپاره سرمایه منجمد کړيوي، چې په پای کې یې د افغانۍ لهپاره غوښتنه کمه شوې او ارزښ یې د ډالر مقابل کې لوېدلی دی. د حکومت د رسنیو مرکز GMIC باید زر تر زر د افغانستان بانک، مالیه وزارت، اقتصاد وزارت، صرافانو اتحادیه او نورو اړونده ادارو سره کېني، افواهات باید خنثی کړي.
دوییم، جگړییز حالت دی، ښایي له افغانستانه د ډالرو قاچاق (یا د قانوني لارو د مفسدو چارواکیو پهوسیله یا غیر قانوني لارو د قاچاقبرو پهوسیله) ډېر شویوي - والله اعلم. د افغانستان بانک کولای شي، چې پهدې اړه له امنیتي ادارو یا مسوولو چارواکیو تازه ارقام واخلي، چې څه کیسه ده؟
درېیم، په وروستیو کې د افغانستان بانک او صرافانو اتحاديي تر منځ د جوازونو پر سر جنجال راپورته شویوو، چې د افغانستان بانک له لوري ورته ویل شوي، چې هر صراف باید «د شرکت جواز» واخلي او صرافانو غوښتنه کوله، چې نه! د تېر پهڅېر «انفرادي جوازونه» سم دي، او دوی نهشي کولای، چې د شرکت مالیه څو وار تحویل کړي. دا جنجال لا پر ځای دی، او د څو صرافیو مشران د لاس یو کول هم کولای شي، چې د افغانۍ ارزښت له اسمانه ځمکې ته راټیټ کړي. د افغانستان بانک باید صرافانو ته قناعت ورکړي، چې د دوی د ورځني معاملهکېدونکیو پیسو څخه به مالیه نه اخیستل کېږي، ځکه د هغوی سره ستر ډار همدا دی، که د شرکت جواز واخلي نو د کال په اوږدو کې به څو وار داسې مالیه تحویلوي، چې له گټې یې پهکې زیان ډېر دی.
ستره بدبختي بیا دا ده، چې کله د یو هېواد پولي ارزښت ولوېږي، نو هغه هېواد کې د توکو قیمتونه هم ورسره لوړېږي. هیله ده، د افغانستان بانک دې ستونزې ته په پام سره یوه بېړنۍ، خو اغېزمنه حللار باندې کار وکړي.
عبدالوافي نایبـزی